
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې طالبانو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو د هغو دریځونو چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ او لګول شویو بندیزونو په اړه یې کړي، هرکلی وکړ.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، کابل د افغانستان د ثبات او پرمختګ په لور د سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو د مثبتو دریځونو هرکلی کوي او دا ملاتړ د سیمې په کچه د اقتصادي او امنیتي پرمختګ لپاره یو مهم ټکی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په جریان کې د قرغیزستان، قزاقستان او ازبیکستان ولسمشرانو د افغانستان په شتمنیو د بندیزونو لرې کولو او د هیواد د اداره کولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پاکستان که څه هم افغانستان د ترهګرۍ د مرکز په توګه یاد کړ، خو له دې سره، سره یې د افغانستان د منزوي کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.










