افغانستانلوبې

د افغانستان د معلولینو ملي لوبډله پاکستان ته لاړه

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏افغان کرکټ بورډ لیکلي، د افغانستان ویلچیر معلولینو کرېکټ ملي لوبډله نن (د تلې ۵مه) د یو لړ سیالیو په موخه پاکستان ته لاړه.

د ویلچیر معلولینو افغان لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې د سیالې پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې څلور شل اوریزې سیالۍ وکړي.

دغه سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه پیل او د راتلونکې اکټوبر تر ۲مې دوام وکړي.