
کابل ټیلیګراف – ۵ وږي ۱۴۰۴ لمریز کال
یوه باوري سرچینه وایي چې طالبان ډیری وخت ګران بیه نیول شوي نشهیي توکي بېرته خپل پلوري او پر ځای یې تش کارتونه او یا هم بدیل توکي سوځي ترڅو خلک پرې باور وکړي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د روان کال وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې د هلمند په مرکز لښکرګاه او څو ولسوالیو کې د تېرو پنځه میاشتو عملیاتو پرمهال نیول شوي ۹۴۶۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې سوځولي دي.
یاد وزارت ویلي و چې په یادو نشه یې توکو کې شیشه، هیروین، چرس، تریاک، هاک، نوشادر، تیزاب او نور کیمیاوي مواد شامل وو.
په همدې میاشت کې دغه راز د کندهار امنیه قوماندانۍ ویلي و چې په تیر یوه کال کال کې یې ۱۳ زره ۳۳۲ کيلوګرامه هغه نشه يي توکي نیولي چې له پاکستانه د سپين بولدک له لارې هېواد ته په قاچاقي توګه راوړل کېدل او نیول شوي توکي سوځولي دي.
دغه راز طالبانو په وار وار له بیلابیلو ولایتونو ورته راپورونه خپاره کړي دي.
حقیقت څه دی؟
یوه باوري سرچینه چې له طالبانو سره په یوه ولایت کې د دغو نیول شویو نشهیي توکو د سوځولو لپاره تللی و کابل ټیلیګراف ته وویل چې طالبانو ګران بیه نشهیي توکي نه سوځوي.
ده وویل:«یوه ورځ ماته هم دغو مراسمو ته بلنه راکړل شوه چې نیول شوي چرس سوځول کیږي، خو دا ما په خپلو سترګو ولېدل چې چرس یې پلورل شوي وو او په بوجۍ کې طالبانو تلخان (میده شوي توت) راوړل او د چرسو په نوم یې وسوځول.»
هغه زیاتوي چې دغه راز طالبانو تل په دغه ډول مراسمو کې تش کارتونونه سوځي او نیول شوي نشهیي توکي نه سوځوي.










