
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د راستنېدو په دوام، پرون شنبه د هېواد له بېلابېلو لارو ۹۱۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د طالبانو د باختر اژانس د راپور له مخې چې د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۷۰، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۸۳، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰، د هلمند د بهرامچې له لارې ۶۶ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۸۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې همدا راز ۸۸۴ راستنو شويو ته سيمکارتونه وېشل شوي, ۱۱۴۴ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دا کډوالې کورنۍ له کومو هېوادونو راستنې شوې دي.
په وروستیو کې د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي چې په تېرو نږدې دریو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا یو نیم افغان کډوال رالېږل شوي دي.
د کډوالو راستنېدو که څه پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي، خو بل لورته د ګاونډیو هېوادونو چارواکو بار بار ټینګار کړی چې له خپلې خاورې به ټول افغان کډوال وباسي.
د پاکستان لوړو پوړو چارواکو افغان کډوالو په پاکستان کې د ناامنۍ لوی لامل بللی او ټينګار یې کړی چې ټول به له دغه هېواده وباسي.
سره له دې چې پاکستان افغان کډوال په زور وباسي خو لاهم د پاکستان په امنیت کې بدلون نه دی راغلی او هره ورځ په کې چاودنې او وسله وال بریدونه کېږي.










