افغانستانخبرونه

د طالبانو امر بالمعروف په بلخ ولایت کې دوه کوډګر نیولي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې دوه کوډګر نيولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د دې وزارت محتسبینو په مزار شریف کې دوه کودګر د شریعت خلاف کړنو له امله د کوډو د کتابونو او نورو اسنادو سره نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا کوډګر تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي.

د مالوماتو له مخې د روان کال د وږي په میاشت کې په ټول هېواد کې طالبانو تر ۳۰ ډېر کوډګر نیول شوي دي.