افغانستانخبرونه

د روان کال لومړیو ۶ میاشتو کې کابو ۱۵ زره بهرنیانو افغانستان ته تګ راتګ کړی

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال لومړۍ نیمایي کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۱۴زره ۸۲۹ بهرنیو وګړو هېواد ته تګ راتګ کړی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې یاده موده کې د ۴۲۰ ښځو په ګډون ۸زره ۹۶ بهرني وکړي افغانستان ته راغلي او د ۲۰۳ ښځو په ګډون ۶زره ۷۳۳نور بېرته وتلي دي.

د احصایي ادارې همداراز ویلي، د بهرنیو وګړو له ډلې یې ۱۳۱۵تنه د سیاحت او ۶زره ۷۸۱تنه د کار او زده‌کړو په موخه راغلي دي.

د شمېرو له مخې د راغلو بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر ۵زره ۴۶تنه د نیمروز بندر له لارې هېواد ته دننه شوي دي.