ملګري ملتونه وايي، لا هم د داعش ترهګریزه ډله په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستانه بهر وېره خپروي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې په تازه “۳۴ ګڼه” راپور کې راغلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستانه خپرېدونکي ترهګري به د سیمې د ناامنۍ مهم لامل وي.
ملګرو ملتونو د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه اندېښنه ښودلې، ویلي چې داعش ترهګریزه ډله لا هم په سیمه کې جدي ګواښ دی او له افغانستان دباندې ترهګري خپروي.
په راپور کې دغه شان راغلي چې د هند په نیمه وچه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د القاعده ترمنځ همکاري زیاته شوې چې له کبله یې دغه ډله په سیمه کې د تحریک جهاد پاکستان تر بیرغ لاندې مرګوني بریدونه کوي.
طالبانو د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګې، القاعده شبکې او د هغوی د اړوندو ډلو او افرادو په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او څار ډلې د وروستي راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په ځلونو ادعا کړې چې داعش ډله يې ځپلې او نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې له لوري د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.