امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په يو راپور کې دعوه کړې چې په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسي برخې د مشر اسماعیل هنیه د اوسېدو په خونه کې بم له وړاندې ځای پر ځای شوی و.
هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و او ویل کېده چې د هغه د اوسېدو پرځای باندې توغندیز برید شوی دی.
خو تازه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ خبر ورکړی چې د اسماعیل هنیه د اوسېدو په خونه کې بم له وړاندې ځای پرځای شوی و چې د ریموټ په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې اسماعیل هنیه چې کوم مېلمستون کې اوسېده، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو تر کنټرول لاندې وو او بم په کې دوه میاشتې وړاندې ایښودل شوی دی.
ایران په رسمي توګه د اسماعیل هنیه د وژل کېدو د علت او پېښې په اړه کوم راپور نه دی شریک کړی خو د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په غونډه کې دَ اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون پر اسرائیلو د مستقیم برید امر کړی دی.