
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې اداره وایي، که څه هم د طالبانو له لوري د لګېدلي بندیز له امله په افغانستان کې د تاریاکو کښت په پام وړ کچه کم شوی، خو دې ډلې د تاریاکو د زېرمو پر خلاف هیڅ ګام نه دی اخیستی.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې راغلي تحلیل ښيي چې په افغانستان کې د تاریاکو زېرمې په پام وړ کچه زیاتې دي او ۱۶ زره او ۵۶۷ متریک ټنه ته رسېږي.
سرچېنې لیکلي چې د طالبانو له لوري د تاریاکو پر کښت، پلور او پېر د بندیز تر فرمان وړاندې د تاریاکو کروندګرو په زیاته پیمانه تاریاک زېرمه کړي دي.
په دې راپور کې ويل شوي چې د سوداګرو او کروندګرو له لوري د تاریاکو تود بازار او احتکار د دې لامل شوی چې ارزښت يې لوړ شي او کروندګر په سویل او سویل لوېديځ کې پام وړ اقتصادي ګټه وکړي.
سیګار د ملګرو ملتونو یوې نظرپوښتنې ته په پام ویلي چې د طالبانو له لوري پر تاریاکو تر بندیز وروسته د هغو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او د ۲۰۲۳ د اګست پر مهال د یوه کیلوګرام بیه له ۴۱۷ ډالرو څخه د همدې کال تر ډسمبر پورې ۸۰۴ ډالرو ته رسيدلې ده.
په دې راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر وروستیو پورې د یو کیلو ګرام تاریاکو بیه اوج يعني ۱۰۰۰ ډالرو ته رسيدلې وه، خو له هغه وخته تر اوسه يې ۶۰۰ ډالره کمبوت کړی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د نشهیي توکو پر خلاف یې جدي ګامونه اخیستي دي.