
راپورونه وایي چې نا معلومو وسلوالو په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو پر هغه کاروان برید کړی دی چې سیمه ییز قاضیان یې بدرګه کول. برید جمعه د اګست پر دوهمه ترسره شوی دی چې دوه پولیس پکې وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.
د امریکا غږ دراپور له مخې برید د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې تر سره شوی دی، چیرته چې پاکستاني طالبان پراخ حضور لري او وخت ناوخته پاکستاني ځواکونه تر برید لاندې راولي.
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان حکومت تل تور پوري کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن ځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه طرحه کوي. خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي او دا یې د پاکستاني امنیتي ادارو ناکامي بللې ده چې د امن په راوستلو کې پاتي راغلي دي.