خبرونهسیمه

پاکستان: د پاکستاني طالبانو په شمول تروریستي ډلې په افغانستان کې امن ځایونه لري

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا اندېښنه څرګنده ګړې چې د پاکستاني طالبانو په شمول تروریستي ډلې د افغانستان په ځینو سیمو کې پټن ځایونه لري او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو وروستي راپور ددوی دا ادعا تاییدوي چې یادې ډلې په افغانستان کې حضور لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، پنچشنبه ناوخته خبریالانو ته وویل، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې پټنځایونه لري او په دې ورستیو کې یې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

پر بندیزونو د ملګرو ملتونو د څارنې ټیم د جولای پر ۱۰مه په خپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو، القاعدې او داعش حضور به دا هیواد د نا امنیو د جرړې په توګه وساتي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو امن ځایونه او پر پاکستاني ځواکونو د هغوی بریدونه د منلو وړ ندي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاندی ذبیح الله مجاهد، دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او نورو چارواکو تل دا تورونه په کلکه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستان حکومت د خپلو امنیتي ادارو د پاتي راتللو پړه ددوی پر حکومت اچوي.