خبرونهنړۍ

منځني ختیځ کې د کړکیچ اندیښنې سره سم د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی

د اردن د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې ایران ته سفر کړی چې تیره اوونۍ د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې پیل کیدو ویرې پیدا شویدي.

د ایرنا رسمي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر علي باقري او نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان سره کتلي دي.

د راپور له مخې ښاغلي پزشکیان ښاغلي صفدي ته ویلي چي په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل د اسرائیل لخوا “جدي او رډ” برید و او یو ځل بیا یې هوډ څرګند کړی چې غچ به یې اخلي.

د ایران تر څنګ په سیمې کې ددې هیواد ګوډاګیو ځواکونو هم د حماس د سیاسیي مشر د قتل بدل اخیستو هوډ څرګند کړی چې له کبله یې متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د خپلو نظامیانو د خوندیتوب او د اسرائیل د دفاع لپاره سیمې ته نوې جنګي کښتۍ او الوتکې استولي دي.

د دې خبرو جزیات ندي په ډاګه شوي خو د ښاغلي هنیه تر وژل کیدو وروسته ایران څو ځله ټینګار کړی چې د اسرائیل پر ضد به اقدام کوي.