خبرونهسیمهنړۍ

بنګله دېش کې د اعتراض کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ او ډب کې ۹۱ کسان وژل شوي

په بنګله دېش کې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د حکومت پر ضد د لاريونونو په تازه اخ و ډب کې ۹۱ کسان وژل شوي چې د وژل شويو کسانو په ډله کې ۱۳ پوليس هم شامل دي. په يوه ورځ د بنګله ديشي پوليسو د وژل کېدو دا شمېره په وروستيو دوو لسيزو کې بې مخينه ده.

پر دې سربېره حکومت له پرون شپږ بجو وروسته په ټول هېواد کې ګرځ بنديز لګولی او دغه راز يې انټرنيټ هم بند کړی دی.

دا اعتراضونه په داسې حال کې پيل شوي چې د شيخ حسینه حکومت په تېرو شلو کلونو کې د څلورم پرلپسې ځل د بريا جشن لمانځي. دوی په وروستيو ټاکنو کې په داسې حال کې بيا بری تر لاسه کړ چې د دغه هېواد تر ټولو ستر او د شیخ حسینه د ګوند سيال د ملي خواهانو ګوند له دغو ټاکنو بايکاټ کړی و.

په بنګله دېش کې له لومړي سره لاریونونه په دې خاطر پيل شوي چې د دغه هېواد د لوستو ځوانانو ميليونه هغه یې بې دندو دي او پر دندو د بنګله دېش حکومت د طرز العمل له مخې ۳۰ سلنه د هغو کورنيو وګړي پرته له لياقته پر دندو ټاکل کېږي چې کورنيو يې د بنګله دېش د ازادۍ په جنګ کې برخه اخېستې وه.