په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسمعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې حالات کړکېچن شوي او د ایران لخوا پر اسرائیلو د پراخ نظامي برید احتمال موجود دی.
د امریکا متحده ایالاتو د کړکېچ کمولو په موخه د ایران پر دولت غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او د وضعیت د لا کړکېچنولو هڅه ونکړي.
ایران تل امرکا په دې تورنه کړې چې د اسرائیلو سهیونیستي نظام ملاتړ کوي او د اسرایلو لخوا په روانو جنایتونو کې امریکا بابره ونډه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل: “سهیونیستي رژیم په سیمه کې د امریکا په ملاتړ د تاوتریخوالي مسؤل دی او ایران له امریکا سره د پیغامونو تبادلې ضرورت نه ویني”.
کنعاني دغه راز وویل، راتلونکې چهارشنبه د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ غونډه د ایران په غوښتنه رابلل شوې او ددې غونډې اجنډا د اسرائیلو د سهیونیستی نظام جنایتونو څېړل او په تهران کې د فلسطین د مقاومت مشر اسمعیل هنیه ترور دی.