د افغانستان خبریالانو مرکز وایي چې د طالبانو مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په ننګرهار کې د ۱۷ سیمهییزو رسنیو د فعالیت جوازونه د فریکونسۍ مالیې نه ورکولو لامله ځنډولي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت دغو رسنیو ته خبرداری ورکړی، تر هغو چې خپل معوقه مالیات ورنه کړي، د فعالیت اجازه به ونه لري.
نوموړي مرکز په دې اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو پر دې پرېکړې د بیاکتنې او له سیمهییزو رسنیو سره د عادلانه چلن غوښتنه کړې ده.
سرچینو یاد بنسټ ته ویلي چې د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) د دغه ولایت خصوصي راډیوګانو او ټلویزیوني شبکو د فریکونسۍ جواز ځنډولو پرېکړه د رسنیو مالکانو ته په شفاهي او لیکلې بڼې کړې ده.
اترا ویلي چې د ننګرهار سيمهييزو رسنيو مسوولانو له خوا د فريکونسي ماليې له ورکړې ډډه کول او د دغو رسنيو د فریکونسۍ جواز نه تمدېدو لامله، له دې وروسته سيمهييزې راډيوګانې او ټلوېزيونونه د مخابراتي خدمتونو قانون د ٣٧مې مادې له مخې د فعاليت اجازه نه لري.
د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو په حواله، د هغو راډیوګانو او ټلویزیونونو د فریکونسۍ جوازونو د ځنډولو پرېکړه چې د دغو جوازونو لامله پوروړي دي، د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۲مه نیول شوې او دا پرېکړه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پلي کېدو وړ ده.