په بنګله دیش کې د محصلینو په مشرۍ ولسي مظاهرو څخه وروسته چې د دې هیواد صدراعظمه، شیخ حسینه یې استعفا کولو او هیواد پریښودو ته اړه کړله، چارواکو وویل چې د سولې نوبل جایزې ګټونکی، محمد یونس د دغه هېواد د موقتي مشر په توګه ټاکلی دی.
د بنګله دیش د جمهور رئیس محمد شهاب الدین ویاند، زین العابدین په سیمه ایز وخت چارشنبه اګست اوومه د اې پي خبري اژانس ته دا خبر تائید کړیدی.
عابدین ویلي چې د ښاغلي یونس په مشرۍ د حکومت د کابینې نور غړي به د سیاسي ګوندونو او نورو چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته وټاکل شي.
د محصلینو د مظاهرو مشرانو، د بنګله دیش د پوځ، مدنې ټولنې غړیو او سوداګرۍ مشرانو د جمهور رئیس سره د څه باندې پنځو ساعتونو لپاره د سه شنبې په ورځې غونډه وکړله چې د موقتي حکومت د مشر ټاکل کیدو په هکله یوې پریکړې ته ورسیږي.
محصلینو هم د موقتي حکومت مشرۍ لپاره د ښاغلي یونس د نوم وړاندیز کړی و او ویلي یې و چې هغه دا وړاندیز منلی. یونس دا مهال د فرانسې د پاریس په ښار کې دی او چارواکو ویلي چې ټاکل شوې ژر به هیواد ته ستون شي او چارې به پر مخ یوسي.
د محصلینو مشرانو د شپې ناوخته پورې د بنګله دیش د جمهور رئیس په کور کې غونډه درلوده، هغوي دا پریکړه ستایلې او ترې راضي ښکاریدل.
د بنګله دیش جمهور رئیس تر دې وړاندې پارلمان منحل کړ او د شیخ حسینې پر ځای د نوي صدراعظم ټاکل کیدو لپاره یې انتخاباتو ته لار هواره کړله. میرمن حسینې د څو اوونیو ولسي مظاهرو څخه وروسته استعفا وکړله او له هیواد څخه د باندې ولاړه.