د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ولید بن عبدالکریم الخریجي، چې نن چهارشنبه د اګسټ ۷مه یې د شهزاده فیصل بن فرحان په استازولۍ د اسلامي همکاریو سازمان د اجرایه کمېټې په غونډه کې ګډون کړی و وویل، په تهران کې د حماس دسیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ترور د ایران اسلامي جمهوریت د حاکمیت ښکاره نقض دی او دا کړنه یې د سیمې د سولې او امنیت لپاره ستر ګواښ وبلل.
هغه دغه راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې پر ملکي وګړو د اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې موثر ګامونه پورته کړي او د اسرائیلو غاصب او متجاوز رژیم ته اجازه ورنکړي چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې روان تجاوز ته ادامه ورکړي.
د یادولو وړ ده چې الخریجي نن چهارشنبه د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري سره په جده کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د سیمې او نړۍ پر روانو حالاتو او ددواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي.