د امریکا، قطر او مصر مشرانو په یوه مشترک بیان کې له حماس او اسرایلو غوښتي چې اوربند ته د رسېدو او یرغملو کسانو د پرېښودلو په موخه مذاکرات بېرته پیل کړي.
په بیان کې راغلي چې واشنګتن، دوحې او قاهرې د هوکړې عمومي چوکاټ جوړ کړی دی او نتېجې ته د رسېدو په موخه د جزیاتو ور زیاتولو ته اړتیا ده.
اسرایلو ویلي چې تر یوې اونۍ پوري به خپل مذاکراتي پلاوی دوحې ته واستوي، خو حماس تر اوسه دې وړاندیز ته ځواب ندی ویلی.