د برتانيا ګارډين ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې ايران ښايي پر اسرائیل باندې په تهران کې د حماس غورځنګ د سياسي مشر اسماعيل هنيه د وژل کېدو په غبرګون کې د احتمالي بريد په اړه له سره غور ورکړي.
که څه هم په دې اړه ښکاره دليل موجود نه دی خو ګارډين وايي، ښايي ایران دا کار له دوی سره په دغه بريد کې د اسلامي هېوادونو د نه همکارۍ له امله وکړي.
د ګارډين د راپور پر بنسټ، داسې ښکاري چې تر ایران وړاندې د لبنان د حزب الله ډله د اسرائیلي ځواکونو په يوه برید کې د دغې ډلې د يو قوماندان فواد شکر د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسرائیل برید وکړي. خو جوته نه ده چې دا برید به له ایران سره په همغږۍ ترسره کوي او که يې خپل پلان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د ایران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه اي د خپل هېواد د ملي امنيت شورا ته ويلي وو چې هنیه د وژلو په غبرګون کې دې پر اسرائیل برید وکړي.