خبرونهسیمه

پاکستان کې روان کال پر ۱۶۳۰ ماشومانو جنسي تېری شوی

پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ میلادي کال په شپږو لومړیو میاشتو کې پر ۱۶۳۰ ماشومانو جنسي تېری شوی دی.

د (وي او اي ډیوه) د راپور له مخي په دغو شمېرو کې ۴۱ فیصده کم عمره هلکان او ۵۹ فیصده نجونې شاملې دي.

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعال ډاکټر خلیل احمد وایي، د پاکستان ریاست غواړي چې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې پټې پاتی شي، خو د ماشومانو په برخه کې فعاله غیر دولتي ادارې دا ډېره ارزښتاناکه بولي چې دا پېښي رسنیزي شي ځکه چې ددې پېښو پټ پاتي کېد د ماشومانو د ځورونې او جنسي تېریو په پېښو کې د زیاتوالي لامل کېږي.