ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

ترکیه کې انسټاګرام تر ۹ ورځني بندیز ورورسته بېرته فعال شو

د ترکیې حکومت وروسته له ۹ ورځو بندیز څخه په دغه هېواد کې د انسټاګرام فعالیت بېرته ازاد کړ، په داسې حال کې چې تېرو ۹ ورځو کې د دغه پلېټ فارم ميليونه کار کوونکي له فعالیت منع شوي وو.

د ترکیې د مخابراتو وزیر رسنيو ته ويلي، په دغه هېواد کې د انسټاګرام استازو ورته ډاډ ورکړی چې د دوی غوښتنې او لیکنې به نه ړنګېږي نو ځکه يې بېرته دغه اپلېکشن ته د فعالیت جواز ورکړ.

تر دغه بیان وروسته د ترکیې په لر او بر کې د انسټاګرام څخه ګټه اخېستل بېرته پيل شوي دي.

د يادولو وړ ده چې د اګسټ په ۲مه د ترکیې چارواکو او ولس لخوا پر انسټاګرام باندې د حماس غورځنګ د سياسي مشر اسماعيل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې ليکنې کړې وې چې انسټاګرام له لوري ړنګې شوې وې او په عکس العمل کې یې دغه هېواد د انسټاګرام پر فعالیت بندیز ولګاوه.