افغانستانخبرونه

میدان وردګو ولایت کې دوو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه

ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې دوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې دغه پر لواطت تورن وو او نن د جلریز ولسوالۍ د ابتداییه محکمې له پرېکړې وروسته دغه تعزیزي سزا پرې پلې شوه.

سرچېنې لیکلي چې یاد دو تنه د ابتدائیه محکمې لخوا په (۳۹ ــ ۳۹) دُرو تعزيري سزا او ۱۳ــ ۱۳ کاله تنفیذي بند محکوم شوي وو.