د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند او د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که دا ځل بیا د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه وټاکل شي، د غیر قانوني کډوالو د ويستلو لړۍ به پیل کړي چې د امریکا په تاريخ کې به څاری ونلري.
نوړي دغه راز متحده ایالتونو ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ د مخنيوي لپاره د سرحدونو د کنټرول خبره هم کړې او وایي، غیر قانوني کډوال د امریکا لپاره يوه بحراني پېښه ده.
ټرمپ دا څرګندونې د اېکس يا پخواني ټويټر د مالک اېلن ماسک لخوا د جوړ شوي سپیس بحث پرمهال کړي دي.
ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو پرمهال پر هغه د شوي بريد په تړاو وويل: «کله چې ما د غیر قانوني کډوالو په اړه خبرې وکړې، همدې زه وژغورلم. لږ وروسته بېرته راپورته شوم چې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړم چې ښه يم.»
په دغه بحث کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند د تېر کال د اکټوبر په ۷مه د حماس له لوري پر اسرائیل او د روسیې له لوري پر اوکران د برید په تړاو وويل: «که زه ولسمشر وای، نه اسرائیل باندې برید کېده او نه هم په اوکراین کې جګړه رامنځته کېده. ما کولی شول چې اوکراین کې جګړه بنده کړم، هر باهوشه ولسمشر دا کار کولی شي.»
په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ د اېکس کمپنۍ له مالک اېلن ماسک سره د اېکس ټولنيزې شبکې په يو سپیس بحث کې مېلمه و، دغه شبکه له ګډوډۍ سره مخ شوه.
تر لنډ ځنډ وروسته د اېکس مالک اېلن ماکس په يو پيغام کې ولیکل: «ډېر اټکل دا دی چې د ډي.ډي.او.اس له يوې لویې سايبري حملې سره مخ شوي یو. موږ د خپلې شبکې په جوړولو مصروف يو،يوازې د ډېرو لږو اورېدونکو په ګډون به دا سپیس مخته يوسو او بیا به يې همداسې ټوله برخه نشر کړو.»
د يادولو وړ ده چې DDOSيوه انټرنيټي سایبري حمله ده چې بریدګر د یوې شبکې په سرور باندې ډېر زیات حجم ورړوي او ياده شبکه له ګډوډۍ سره مخ کوي او يا يې م له لاسرسي اوباسي.