ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یوه کس ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړې ده.
سترې محکمې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دغه کس پر لواطت تورن و او تېره ورځ یې د محکمې له پرېکړې وروسته دغه سزا ورکړې ده.
اعلامیه کې راغلي چې محکمې یاد کس دغه راز په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.