د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي طالب چارواکي وايي، شخړه د ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې ده.
ننګرهار کې طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وايي، بېګاه ماښام د دغه ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال رامنځته شوی دی.
دی وايي، په دغه شخړه کې يو کس وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
په دې وروستیو کې ننګرهار کې دا ډول پېښې ډېرې شوې دي