
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دواړو ګوندونو کاندیدان د همدې راتلونکې سه شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د یو بل سره په مخامخ مناظرې کې برخه واخلي.
د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکې ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هیڅکله د یو بل سره ندي کتلي او نه یې په ټیلیفون کې خبرې کړي.
دوي دواړه به د پنسلوانیا ایالت په مرکز فیلادیلفیا کې د اساسي قانون په ملي مرکز کې د ۹۰ دقیقو لپاره د اې بي سي تلویزیون خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۵ مې انتخاباتو په لړ کې لومړنۍ مناظره د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره کړې وه چې د همدې مناظرې څخه وروسته په ښاغلي بایډن انتقادونه ډیر شول او هغه هم د دیموکرات ګوند کاندیدۍ څخه تیر شو او خپله مرستیاله، کاملا هریس یې د ګوند کاندیدې په توګه ونوموله.
همدا ښایي د ټرمپ او هریس یوازینۍ انتخاباتي مناظره وي او ټاکل شوې میلیونونه امریکایان به یې په تلویزیونو کې وګوري.
سره لدې چې دا مناظره د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه تقریباً اته اوونۍ وړاندې کیږي خو اهمیت یې پدې کې دی چې د متحده ایالاتو په یو شمیر ایالتونو کې له وخت وړاندې رایه اچونه کیږي.
د انتخاباتو په هکله په ملي نظر پوښتنو کې ښودل ښوې چې د ټرمپ او هریس تر منځ به سیالي ډیره نږدې وي او په همدې خاطر د سه شنبې ورځې مناظره د دواړو کاندیدانو لپاره مهمه ده چې د هغو رایې ورکوونکو ملاتړ تر لاسه کړي چې تر دې دمه یې د خپلې خوښې کاندید په هکله پریکړه نده کړې.
د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدانو برخلیک داسې بریښي چې د تیر په څیر د هغو اوو ایالتونو کې د رایې ورکوونکو په لاس کې دی چې انتخاباتي سیالۍ پکې تل ډیرې نږدې وي.
د انتخاباتو تر ورځې به د دواړو ګوندونو –دیموکرات او جمهوري غوښتونکي کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو تمرکز په همدې مهمو ایالتونو کې وي.