افغانستانخبرونه

د افغان پوست له لارې د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته خدمات کېږي

د افغان پوست شرکت وايي، اوسمهال د دغه شرکت له لارۍ د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پوستي خدمات روان دي او هڅه کوي چې دا لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

د ياد شرکت مسوولین وايي، اوسمهال په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې ۴۷۰ پوستي مرکزونه فعال دي چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو په حکومت کې د افغان پوست ادارې مشر ذبیح الله عمري وايي، پخوا ځينې ستونزې موجود وې چې ډېرو هېوادونو ته يې خدمات نه شو ترسره کولی، چې په تېرو درېيو کلونو کې د دغو ستونزو د حل په وجه خدمات تر ۱۹۲ هېوادونو رسېدلي دي.

بلخوا د طالبانو په حکومت کې د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوجۍ وزارت وايي، پر افغان پوست دولتي شرکت سربېره په هېواد کې لس نور لوی خصوصي شرکتونه هم شته چې د پوستي خدمتونو چارې مخته وړي.