افغانستانخبرونه

په کندهار کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې

د کندهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې یو سړي په دغه ولایت کې خپله مېرمن په «تبرګي» وژلې ده.

دا پېښه دوشنبه د وږي پر ۵مه ناوخته د دامان ولسوالۍ په «غره» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينو په خبره، طالبانو د دې پېښې په تړاو دا سړى او د هغه دويمه مېرمن نیولي دي.

د معلوماتو له مخې، وژل شوې مېرمن څو میاشتې مخکې د خپل لومړي خاوند له مړینې وروسته د هغه له ورور سره واده کړی و.