افغانستانخبرونه

متقي د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره کاميرون ته ولاړ

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د کامیرون جمهوریت ته سفر وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد پر خپله اېکس پاڼه د دغه خبر پخلی کړی دی.

هغه ليکلي: « مولوي امير خان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې د ګډون په موخه د کاميرون جمهوريت پلازمېنې ياوندي ته په رسمي سفر روان شو.»

هغه زیاته کړې چې مولوي متقي به په دغه سفر کې د یاد سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د اګسټ په ۲۹مه او ۳۰ به ترسره شي برخه واخلي.