خبرونهسیمه

پاکستان کې له القاعده سره د اړیکو په تور نيول شوي افغان ډاکټر امین الحق محکمې ته وړاندې شو

رپوټونه وايي، د پاکستان پوليسو د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې له القاعده سره د اړیکو په تور نيولی افغان ډاکټر امين الحق نن محاکمې ته وړاندې کړی دی.

ډاکټر آمین الحق ، د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی د پخواني جهادي قوماندان او د سلامي حزب د مشر مولوی محمد یونس خالص  زوی دی چې د القاعده غړیتوب يې درلود او له اسامه بن لادن سره يې نږدې اړیکې درلودې.

نوموړی تېره مياشت (د جولايي په ۱۹) هغه مهال چې ويل کېږي لاهور ته د درملنې لپاره تللی و، پاکستاني پوليسو نیولی دی.

ځينو سرچینو رسنيو ته ويلي چې ډاکټر امين الحق نن د لاهور د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شو.

ډاکټر آمین الحق ٢٠٠٧ کې هم په پاکستان کې نيول شوی و او بیا ٢٠١١ کې خوشی شو.