د طالبانو چوپتیا؛ ځېنې دولتي مامورین د خپلو تنخواګانو له ځنډه سرټکوي

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو په حکومت کې ځېنې دولتي مامورین وایي د نږدې ۵۰ ورځو په تېرېدو یې لا هم د خپلې سلواغې میاشتې تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي او د تنخواګانو په ورکړه کې دغه ځنډ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
داسې اوازې دي چې طالبان بودجې د کسر له امله نه شي کولای د خپلو مامورینو تنخواګانې پر خپله وخت ورکړي؛ د دولتي کارکوونکو د مرغومې میاشتې تنخواګانې هم ډېرې وځنډېدې خو بیا د طالبانو مالیې وزارت د سلواغې میاشتې په ۲۰مه دولتي کارکوونکو ته د مرغومې میاشتې تنخواګانې ورکړې.
اوس مهال د څه باندې ۱۵ ورځو په تېرېدو دولتي کارکوونکو بیا هم د خپلې سلواغې میاشتې تنخواګانې په داسې حال کې نه دي ترلاسه کړي چې باید شاوخوا لس ورځې وروسته یې د کب میاشتې تنخوا هم ورکړل شي.
ځینو دولتي کارکوونکو د کابل ټیلیګراف سره په خبرو کې د دغه ځنډ له امله سرټکولی دی.
دولتي مامورین څه وایئ؟
د عدلیې وزارت یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، کابل ټیلیګراف ته وویل: «تېر ځل مو هم معاشونه تر ۴۵ ورځو وځنډیدل، اوس دا دی بیا شاوخوا ۱۸ ورځې اوښتې دي او د معاش درک نشته دی.»
دی وایي، نپوهیږي دغه ځنډ ولې رامنځته شوی خو د دوی وزارت ته ویل شوي چې تر هغې دې مالیې وزارت ته د کارکوونکو د تنخواګانو لستونه نه لیږي چې دوی ترې نه وي غوښتي.
هغه زیاتوي چې اوس مهال د عدلیې وزارت د تنخواګانو لستونه جوړ کړي خو د مالیې وزارت احوال ته په تمه دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت یو بل کارکوونکی هم وایي، که د مامور معاش یوه ورځ هم وځنډیږي نو له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
دی وایي: «روژه ده، دا دی د روژې پنځه ورځې تېرې شوې، خو زه په دې تمه یم چې که معاش مې وشي نو د روژې لپاره به یو څه واخلم. تر اوسه خو د معاشونو درک نشته دی.»
هغه زیاتوي چې دولتي مامورینو ته باید له خنډ او ځنډ پرته پر خپل وخت معاشونه ورکړل شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو بل کارکوونکی هم وایي: «موږ د خپل ژوند چارې د همدې معاش سره برابرې کړي دي، د کور کرایه هم ورکوو، د برېښنا بل هم ورکوو، نو چې کله مو معاش و ځنډیږي له سخت فشار سره مخ شو.»
تنخواګانو کې باید هیڅ ځنډ را نه شي
د ټولنیزو چارو یو پوه خلیلالرحمن درانی بیا وایي، هر حکومت باید خپلو مامورین تنخواګانو ته ډېر پام وکړي او هېڅ ځنډ باید په کې را نه شي.
دی وایي، د حکومت سینه ډېره پراخه وي خو مامورین ډېره مجبوره طبقه ده او حکومت باید مخکې له مخکې خپلې ستونزې حل کړي او تخواګانې پر خپل وخت ورکړي.
هغه زیاتوي که چېرې د مامورینو تنخواګانې پر وخت ورنه کړل شي، هغوي اړ دي چې اداري فساد او له خپلو دولتي توکي ناسمه ګټه پورته کړي.