افغانستانخبرونه

اوچا: افغانستان کې ۶۷٪ کورنۍ د څښلو اوبو ته د لاس رسي هڅې کوي

ملگري ملتونه وايي چې د افغانستان په ښاري سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې له امله اوس مهال د تیرو کلنوپرتله د اوبو په برابرولو دوه ځلې زیاتې پیسې مصرفوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې “اوچا” د اوبو د نړیوالۍ اونۍ د رسیدلو سره هممهاله په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د اړتیا د زیاتیدو په اړه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې په دغه هیواد کې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې “اوچا” د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸(وږي اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په کلیوالو سیمو کې کورنۍ په اوسط ډول تر ۱۷ دقیقو لپاره د اوبو په لټه کې مزل کوي.

اوچا ویلي: “په افغانستان کې د حرارت د درجې لوړیدلو سره د اوبو کمښت ستونزه لا پراخه شوې ده. ۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو په مبارزې بوختې دي (۲۰۲۱ کال کې د ۴۸ فیصدو څخه پورته شوی ده). کلیو کې کورنۍ په اوسط ډول تر ۱۷ دقیقو د اوبو د راوړلو لپاره مزل کوي او په ښاري سیمو کې کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو لپاره د تیرو کلنو پرتله دوه ځلې زیاتې پیسې مصرفوي”.

هرکال په نړۍ کې د اګست د میاشتې وروستۍ اونۍ په نړیواله کچه د اوبو د اونۍ په توګه نمانځل کیږي.

اوبو ته لاس رسی په نړیواله ستونزه بدل شوی او د هرې ورځې په تیریدو دا ستونزه مخ په پراخیدو ده.

افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د سختو اغیزو لاندې دی. په دغه هیواد کې د اوږدې وچکالۍ په زرګونو کورنۍ د اوبو په لټه کې خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.