لوبې

نن په پاريس کې د ۲۰۲۴م کال پارالمپيک لوبې پيلېږي

په لومړي ځل د فرانسې په کوربتوب په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال د پارالمپيک لوبې پيلېږي، دغه لوبې به نن د اګسټ په ۲۸مه په سيمه ييز وخت د شپې پر اتو بجو پيل شي.

د دغو لوبو نندارې ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه فرانسې ته ۶۵زره کسان ورغلي او نن شپه به د پاريس واټونو کې د دغو لوبو د نندارو لپاره راټولېږي او دغه راز به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ميليونه کسان د تلويزيونو له لارې هم د دغو لوبو ننداره کوي.

د معلوماتو له مخې، د پارالمپيک دغو سياليو کې د ۱۸۴ هېوادونو څخه ۴۴۰۰ ورزشکاران ورټول شوي چې په ۱۱ ورځو کې به په ۲۲ ورزشي رشتو کې سيالۍ کوي.
د پارالمپیک لوبې دي چې د معلولینو لپاره جوړې شوې دي او د فزیکي، لیدلو او ذهني معلولیت لرونکي‌ کسان پکې ګډون کولی شي. دغه سیالۍ د المپیک د لوبو برخه ده او هر څلور کاله وروسته د المپیک له سیالیو سره یو ځای ترسره کیږي.‌