خبرونهنړۍ

جرمني د پناه غوښتنې بهیر د لا سختېدو په اړه پرېکړه کړې

د جرمني ايتلافي حکومت پرون د امنیت او پناه غوښتنې پالیسیو د لا سختېدو له موضوع سره موافقه وکړه.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوه چې تېره اونۍ د جرمني په زولینګن ښار کې د دغه ښار د ۶۵۰مې کلیزې په مناسبت د جوړ شوي جشن پر مهال د چړې په ذریعه په حمله کې ۳ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

یاده پېښه د دې سبب شوه چې د پناه غوښتنې او د اخراج د اصولو په اړه سیاسي لانجه اوج ته ورسېږي.

ټاکل شوې بله میاشت په جرمني کې ایالتي ټاکنې وشي.

ویل شوي مشکوک حمله کوونکی، د سوریې یو وګړی و، چې لا یې هم په جرمني کې د کډوالۍ درخواست نه و منل شوی او حکومت یې په اخراج کې پاتې راغلی و.

تر هغې پېښې وروسته د جرمني د حکومت اپوزیسیون د حکومت د کډوالۍ پر تګلاره انتقادونه وکړل.

د تګ‌لارو په نوې بسته کې د وسلو سخت مقررات معرفي شوي، په ځانګړي ډول د وسلو د مالکیت نوي اصول په پام کې نیول شوي دي.

په تازه سند کې، پر تېرو تېغونو او چړو عمومي بندیز او د ولسي جشنونو، ورزشي مناسبتونو او تجارتي مېلو په څېر عامو مناسبتونو کې پر چړو بشپړ بندیز معرفي شوی دی.