خبرونهنړۍ

ټرمپ د مالیې او لګښتونو په اړه د ‘بېګ بیوټي فل’ د بل قانون لاسلیک وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د خپلواکۍ ورځې د مراسمو پر مهال، د مالیې او لګښتونو په اړه د ‘بېګ بیوټي فل’ بل پر قانون لاسلیک وکړ، چې د سنا او استازو جرګې له خوا تصویب شوی و. 

د دې بل د تصویب سره، د ټرمپ د اجنډا مهمې برخې لکه د مالیې کمول، دفاعي لګښتونو زیاتول او د کډوالۍ په اړه سخت اقدامات اوس د قانون برخه شول.

ټرمپ د دې مراسمو پر مهال وویل: «امریکايي سټاک مارکیټ نن تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، موږ به امریکا بیا عظیم کړو.» 

ټرمپ زیاته کړه: « د بایډن په دوره کې ۲۱ میلیونه کسان په غیرقانوني توګه امریکا ته ننوتل، خو اوس زموږ سرحدونه له پخوا زیات خوندي دي.» 

د یادونې وړده، چې د مشرانو جرګې وروسته تېره ورځ د استازو جرګې هم د ټرمپ دا بل تصویب کړ، چې ۲۱۸ مثبتې رایې او ۲۱۴ یې مخالفې رایې وکارول شوې.

د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، د دې بل د تصویب سره به د ټرمپ ډېرې مهمې کورنۍ پالیسۍ قانوني بڼه غوره کړي، خو دا به د هېواد قرضه ۳.۳ ټریلیون ډالره نوره هم زیاته کړي.