افغانستانخبرونه

متقي د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په کامیرون هېواد کې ليدلي دي.
دواړه چارواکي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ورغلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر سلطان بن سعد المریخي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره لیدلي او په دوه اړخیزو مسایلو یې خبرې کړې دي.
په دې اړه د ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته لیکل شوي چې په دغه ناسته کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې.
قطر د طالبانو ستر ملاتړی هېواد دی چې په دوحه کې یې طالبانو ته د سیاسي دفتر په جوړولو په افغانستان کې د طالبانو مضور ته لاره حواره کړه.