د طالبانو د زندانو چارو سمون اداره وایي، له دوی سره زه زندانونو کې شاخوا ۱۱ زره کسان بندیان دي چې له ډلې یې زر ښځې دي او ۱۵۰ بهرني وګړي هم په کې شامل دي.
د زندانونو چارو د تنظیم اداره مشر محمد یوسف مستري د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې وایي چې، دا مهال په هېواد کې نږدې ۱۱ زره کسان بندیان دي.
هغه وویل، په دغو بندیانو کې زر ښځې او د بېلابېلو هېوادونو ۱۵۰ وګړي هم شامل دي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست په دې هکله وايي:«د مرکز او ۳۳ ولایتونو په بندخونو کې، شاوخوا له ۱۰ زرو تر ۱۱ زرو پورې هغه محکومین بندیان لرو چې، پر دوی باندې د قید حکم شوی دی.»
محمد یوسف مستري دغهراز وایي چې، د بګرام زندان د بیا فعالولو هڅې روانې دي او ټینګار کوي چې، دمګړۍ په ۱۲ هېوادونو کې نږدې ۹۰۰۰ افغانان بندیان دي او د هغوی د خوشې کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
ښاغلی مستري وايي:«د افغانستان په ګاونډیو او نړۍوالو ۱۲ هېوادونو کې شاوخوا له ۸ زرو تر ۹ زرو افغان بندیان دي.»
ورته مهال د دغې ادارې چارواکي په هېواد کې د بندیانو لپاره د ښوونیزو او حرفوي زدهکړو د اسانتیاوو د رامنځته کولو خبر ورکوي او وایي چې، د څه باندې ۱۵۰۰ کسانو دوسیې د څېړنې لپاره سترې محکمې ته استول شوي څو د هغوی برخلیک څرګند شي.