افغانستانخبرونه

سعودي کې یو افغان د نشه یي توکو د قاچاق په جرم اعدام شو

د سعودي عربستان حکومت په دغه هېواد کې یو افغان وګړی د نشه یي توکو د قاچاق په جرم اعدام کړ.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د عبدالقیوم شینواري په نوم دغه افغان د تېرې شنبې په ورځ اعدام شوی دی.

بیان کې راغلي چې نوموړي په زیاته اندازه هیروین سعودي ته قاچاق کړي و چې ونیول شو.

سعودي د ۱۴۰۲ کال کې هم ۷ کسان د ترهګرۍ په جرم اعدام کړي وو.