افغانستانخبرونه

جورجیت ګانیون په افغانستان کې د يوناما نوې مرستیاله وټاکل شوه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش لخوا جورجیت ګانیون په افغانستان کې د یوناما د نوې مرستيالې په توګه وټاکل شوه.

دغه سازمان په یو بیان کې ويلي چې مېرمن ګانیون له څو کلونو راهېسې جګړه ځپلو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ماموریتونو کې دنده ترسره کړې ده.

مېرمن ګانیون تر دې وړاندې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.   

جورجت ګانیون د کاناډا او بریتانیا په «یورک او یسکس» پوهنتونونو کې د حقوقو په برخه کې لیسانس او ماستري کړې ده.

جورجت داسې مهال په کابل کې د یوناما د مرستیالې په توګه په دنده ګمارل شوې چې د طالبانو حکومت د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت تازه له ملګرو ملتونو سره خپله همکاري قطع کړې ده.