افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه د روان کال تر پایه لس میلیونه افغانانو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس، ریچارډ ټرینچارډ ویلي، دغه سازمان  په پام کې لري چې د روان زېږیز کال تر پایه به له څه باندې ۱۰ میلیونه افغانانو سره مرستې وکړي.

ټرینچارډ وایي، د دغه سازمان فعالیتونه تر ډېره کروندګرو ته د لنډمهالو او بېړنیو مرستو پر برابرولو او اوبو ته د کروندګرو د لاسرسي په برخو کې دي.

 د دغه سازمان د مالوماتو له مخې، دوی په افغانستان کې تېر کال له ۱۸.۶ میلیونه خلکو سره مرسته کړې چې زیاته یې برخه یې له کروندګرو پر ملاتړ ورټوله ده.

 د سېلابونو مخنیوي لپاره په ټولیز ډول د ۶۰۰ کیلو مترو په اندازه کانالونه، ۷۰۰ چکډیمونه او د اوبو د ذخیرو لپاره تر ۱۸ میلیونه زیاتې کندې اېستل شوې دي.