د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې نن شنبې په ځایي وخت ۹:۳۱ دقیقې د ترکیې اندیرلین ښار شاوخوا سیمې د ۵ ریکټر درجې زلزلې لرزولې دي.
د دغې زلزلې ټکانونو سوریه، اردن، لبنان، عراق او ځینې نور هېوادونو کې هم احساس شوي دي.
د زیانونو په اړه یې لا معلومات نه دي خپاره شوي.
دغه راز په ځایي وخت نن سهار وختي د اسټرالیا نیو ساوت ویلز ایالت هم یوې زلزلې لرزولی، چې ځینو سیمو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې ده.