په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د «سواد زده کړې د نړیوالې ورځې» په مناسبت ويلي چې «نن او بله هره ورځ ټینګار کوو چې سواد بنسټیز انساني حق دی.»
یوناما په دې تړاو پر فېسبوک کښلي: «په بېلابېلو ژبو د زده کړې ترویج د دوه اړخیز پوهاوي، ټولنیز بسیج او سولې لامل کېږي او افراد له همدې لارې پیاوړي کېږي چې خپل حق وغواړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر همدا راز ويلي چې «راځئ ډاډمنه کړو چې هر څوک سواد ته لاسرسی لري.»
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او زده کړییز سازمان (یونیسکو) د ۱۹۶۶ کال پر مهال د سپټمبر اتمه د «سواد زده کړې د نړیوالې ورځې» په توګه نومولې تر څو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له بې سوادۍ سره مبارزه وشي او ماشومانو او بې سواده وګړو ته د سواد زده کړې زمینه برابره شي.
له هماغه وخته تر اوسه، هر کال دا ورځ د یونیسکو له لوري لمانځل کېږي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې سواد ته د خلګو پر لاسرسي او د ټولنې په پرمختګ کې يې پر اغېز ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د هیواد نجونې او ښځې له زده کړو منع کړې دي.