خبرونهنړۍ

غزه کې د اسرائیلي ځواکونو تازه بمباريو کې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي، چې اسرائیلي پوځيانو د غزې په المواسي کمپ باندې بمبار کړی چې شاوخوا سلو فلسطيني وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

عربي رسنۍ وايي، دغه بمبارۍ تېره شپه شوي چې پایله کې يې ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د بمباريو پرمهال له قوي بمونو کار اخېستی چې تر ۳۰ پوټه پورې ژورې کندې يې ویستلي او له امله يې د مړو او ټپيانو د راویستلو په برخه کې ستونزې جوړې شوې دي.

بلخوا شمالي غزې ته د پوليو د واکسين تلونکی موټریز کاروان د اسرائیلي پوځيانو لخوا برمته شوی او موټرو ته يې هم زيان ور اړولی دی.