افغانستانخبرونه

ایران په ۲۰۲۵ کال کې له خپلې خاورې ۲ میلیون افغان کډوال اوباسي

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، حکومت یې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې به له دغه هېواد څخه دوه میلیونه افغان کډوال وویستل شي.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان نن په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل، هغه دوه میلیون افغانان به چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري د ۲۰۲۵م کال د مارچ د میاشتې تر پایه وایستل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني پرون په یوه مرکه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانان بافرهنګه خلک دي، خو زیاته یې کړه چې ایران دومره ډېر کډوال نه شي منلای.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له‌خوا دورکړل شویو ارقامو له مخې اوسمهال په ایران کې شاوخوا څلورنیم میلیون افغانان دېره دي چې ډېری یې قانوني اسناد نه لري، خو ایراني رسنۍ وايي چې اصلي ارقام تر دې ډېر لوړ دي.