د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې پروژه نن په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سبسټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ټاپي د ګاز نللیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نللیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.
دغه پروژه په خپل څنګ کې د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري.
د هرات د تورغونډۍ له بندر سره پر پوله د دې پروژې د پیل مراسمو کې افغان او ترکمن لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد نن به دې اړه خبریالانو ته وويل چې د ټاپي پروژه د افغانستان د خلکو او د سیمې د رفاه او اقتصادي ودې لپاره یوه اساسي پروژه ده.
هغه زیاته کړه، د ټاپي نللیکې لومړی فاز تر هراته رارسېږي، هرات ته له رارسېدو سره به په دې کې ګاز هم پرېښودل کېږي، د افغانستان خلک به له دغه ګاز څخه په ډېره ارزانه بیه استفاده کولای شي او د هغوی ډېرې اړتیاوې به پوره شي.
مجاهد وویل چې د دې پروژې دویم فاز به بیا له هراته پیلېږي تر هلمند ولایت پورې، هلته به بیا د استفادې مرکز ورته جوړیږي څو خلک ګټه ترې واخلي.