افغانستانخبرونه

د کړکېچ ډله: په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز شاوخوا اووه میلیون کسان اغیزمن کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې د تاریاکو پر کرکیلې بندیز په کلیو کې د شاوخوا اوو میلیون وګړو پر ژوند اغېز کړی دی.

له دې راپور سره سم، کاریګرو د ۲۰۲۳ کال پر مهال په کلنۍ توګه ۱.۳ میلیارد ډالر او یا هم د افغانستان د داخلي ناخالصو تولیداتو اته سلنه له لاسه ورکړي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې ويلي چې د تاریاکو د بدیل وړاندې کولو په برخه کې د طالبانو محدود ظرفیت د کروندګرو او کلیوالي کاریګرو لپاره اقتصادي شاک نور هم تشدید کړی او د هغوی ډېریو د غنمو او پنبه کرلو ته مخه کړې، خو د عاید له کمښت سره مخ دي.

د کړکېچ ډلې زیاته کړې چې د بدیل کښت پراختیا زیاتو اوبو، د سړو خونو جوړولو او غوره لارو او سړکونو ته اړتیا لري.

د کړکېچ د ډلې په وینا، طالبان د داسې زیربناوو د پراختیا لپاره لازمه بودجه نه لري. په عین مهال کې د تاریاکو بیې لوړې شوې دي او کاریګر هڅوي چې له دې بندیز څخه سرغړونه وکړي.

د کړکېچ د ډلې په راپور کې ويل شوي چې په جنوب کې کروندګرو تر وسه له خپلو زېرمو د نشيي توکو پلور دوامدار ساتلی او د طالبانو بندیز ته په وفادارۍ درناوی کوي. په عین مهال کې حتا د طالبانو په اصلي ټاټوبي کندهار کې هم دا نافرماني پر خپل ځای ده.

د طالبانو رهبر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د یوه فرمان له لارې د نشيي توکو پر کرکیلې، پېروپلور او استفادې بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې په افغانستان کې د تاریاکو کرکیله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.