افغانستانخبرونه

د طالبانو عدلیې وزارت: که څوک زموږ د قوانینو نقد وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي

 د طالبانو عدلیې وزارت د دې ډلې توشیح شوي قوانین «سل په سلو کې شرعي» بللي او خبرداری یې ورکړی دی چې که څوک تر دې وروسته په رسنیو او یا هم نورو مجلسونو کې له دې قوانینو سره مخالفت وکړي له شرعي چلند سره به مخ او محاکمه شي.

دې وزارت نن (پنجشنبه، ۲۲ د وږي) په یوه اعلامیه کې ويلي چې که څوک «د تعصب او د نظام د تخریب له مخې پر توشیح شویو قوانینو نیوکه کوي؛ دا پر شریعت نیوکه ده چې په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.»

د طالبانو د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ويل شوي: «که تر دې وروسته چا په رسنیو او یا نورو مجالسو کې د اسلامي امارت له توشیح شویو قوانینو سره مخالفت وکړ او یا پر هغو د تخریب او یا هم عناد له وجې نیوکه وکړي له شرعي چلند سره به مخ شي او محاکمې ته به ور وپېژندل شي.»

د دې اعلامیې له مخې، که څوک په قوانینو سم پوه نشي او وضاحت وغواړي او یا هم د اصلاح له وجې ملاحظات ولري، د عدلیې وزارت دروازې يې پر مخ پرانیستې دي.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پراخې نیوکې راپارولې دي.

دې قانون د ښځو او نجونو په شمول د خلګو پر ازادیو پراخ بندیزونه لګولي. د طالبانو د امر بالمعروف په قانون کې د ښځو غږ او مخ عورت بلل شوي چې د طالبانو په باور د ښځو مخ باید پټ او غږ یې چوپ کړل شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ويلي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان د خلګو پر اساسي ازادیو د نه منلو وړ بندیزونه نور هم ژوروي. دوی د دې قانون او د طالبانو د نورو بندیزونو د لغو کېدو غوښتنه کړې.