خبرونهنړۍ

ډومنیکن کې د نایټ کلب د چت غورځېدو پېښې د مړو شمېر ۲۲۱ تنو ته ورسید

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د دومنیکن جمهوریت په یوه نایټ کې د چت پریوتو پېښې له امله د مړو شمېر ۲۲۱ تنو ته ورسېد

تر دې وړاندې د یاد جمهوریت رسنیو اعلان کړی وو، چې په دغه پېښه کې ۱۲۴ تنه مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي، خو د تازه معلوماتو له مخې؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۱ تنو ته ورسید.

ژغورونکې ډلې نن د خپلو عملیاتو د پای ته رسیدو اعلان وکړ، خو زیاته یې کړه، د ورکو کسانو د خپلوانو لخوا د خپلو اتباعو د موندلو هڅې جریان لري.

د یادونې وړده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په ډومنیکن جمهوریت کې په یوه نایټ کلب کې د چت پریوتو پېښه کې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې وه.