خبرونهلوبې

د کرېکټ ۲۰ اوره لوبلړۍ؛ انګلېنډ په درې وېکټو اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوره لوبو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې خپلې ‏سیالې اسټرالیا ته د لوبې په ۱۹م اور کې په درې وېکټو ماتې ورکړه او د روانې لوبلړۍ لومړۍ ‏بریا ته ورسېده.‏

دا لوبه جمعه د سپټمبر پر ۱۳مه شپه‌مهال د انګلستان په کوربتوب «صوفیا ګارډینېس» ‏کرېکټ لوبغالي کې وشوه چې ټاس انګلېنډۍ لوبډلې وګاټه او لومړی یې ‏توپ اچونه وکړه.‏

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې اسټرالیا د جېک فرېزر ۵۰، جوش انګلېس ۴۲، ‏ټراویس هیډ ۳۱ او مېتیو شارټ ۲۸ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته ۱۹۳ منډې ‏هدف وټاکه او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.‏

په توپ اجونه کې د یادې لوبډلې لپاره سین ابوټ دوه، مېتیو شارټ ترټولو ډېرې ‏پنځه وېکټې اخیستي او یوازې ۲۲ منډې یې ورکړي دي.‏

بل‌خوا کوربه انګلستان بیا د ټاکل شوي هدف په ځواب کې د خپلو ۷ لوبغاړو په ‏زیان سره د لوبې په ۱۹م اور کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې او د لوبه یې وګټله.‏

د دې لوبډلې په ګټه لیام لیوینګسټون ۸۷، جېکاب بېټهېل ۴۴، فېل سالټ ۳۹ ‏او وېل جېکس ۱۲ منډې جوړې کړې.

هېره دې نه وي چې لیام لیوینګسټون د پنځه شپږیزو او شپږ څلوریزو وهلو ‏سربېره په ۴۷ توپونو ۸۷ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي په توګه ‏ونومول شو.‏

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې اسټرالیایۍ لوبډلې ‏کوربه انګلستان ته په خپل کور کې ماتې ورکړې وه.‏