اسرائیلي ځواکونو يو ځل بيا د لبنان په جنوب باندې د بېروت په څنډو کې تېره شپه هوايي بمبارۍ کړي چې د ۴۰۰ ځايونو په نښه کولو ادعا يې په کې کړې ده.
د اسرائیلي پوځ وياند ويلي، دا بریدونه یې وروسته له هغه وکړل چې د یادې ډلې له خوا پر اسرائیلو د تازه راکټي بریدونو په اړه یې معلومات تر لاسه کړل.
هغه زیاته کړه، په دغو بريدونو کې د حزب الله ډلې د راکټ توغولو ۴۰۰ ځایونه ویجاړ کړل شوي چې په وينا يې بريدونه د تېرې شپې تر ماښام پورې روان وو.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې پر ورځ هم اسرائیلي ځواکونو د لبنان په پلازمېنه بیروت پر سویلي څنډه برید کړی وو. د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض ویلي دې بریدونو کې د دریو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی. په دې برید کې ۶۸ تنه ټپيان شوي. الابیض وویل یو شمېر کسان لا هم برید کې د ړنګو شویو ودانیو لاندې دي.